سپینې سپینې--- پوست کنده

سپینې سپینې--- به ویب بلاګ پوست کنده خوش آمدید

سپینې سپینې--- پوست کنده

سپینې سپینې--- به ویب بلاګ پوست کنده خوش آمدید

­­­­په افغان کولتور کې د رهین زنکه بازی

­­­­په افغان کولتور کې د رهین زنکه بازی

د پوه آندو خبره چې که غواړئ د یو هېواد-سیمې له ټولنیز اخلاقی سېسټم، کولتور، دود و دوستور، کړو وړو، لنډه دا چې له هرڅه ځان خبر کړئ، نو د شلمې او یوویشتمې پېړۍ نادره ډالۍ (ټولیزو رسنیو[انټرنېټ، راډیو، ټلویزیون، سینما، فلم او تمثیل) وڅارئ.

په ښه توګه به د نوموړې ټولنې له دینی، کولتوری، اخلاقی، او نورو هغو ټولنیزو کړو وړو چې په دې ټولنه کې شتون لری، په اسانه توګه خبر شئ.

له ښه شامته ووایم که له بده، چې د کوتک په زور د لودیځې سوټه-کراسۍ (ډیمو-کراسۍ) په پلی کولو کې زموږ افغانی ټولنې هم له ټولینزو زیانونو سره سره، تر یوه بریده څه ناڅه ګټه هم وکړه چې هغه د یو نیم نیمګړی شخصی ټلویزیونی چېنل او کوم یو سینمایی فېلم یا ډرامې خپرېدل دی، چې زموږ له ملی کولتور، دود و دوستور او خوی، بوی سره اړخ لګوی. که نه نو، نور خو ټول هغه مبتذل او پردی-پاله رسنیزې کړۍ دی چې د افغان اصیل کولتور، عنعناتو او ملی یووالی د له منځه وړلو لپاره شپه او ورځ د خپلو هندو او مجوسی پارسیانو د کولتور، مذهب، دود و دوستور او نورو ټولنیزو خوشایو خپرولو په تکل کې دی، چې ښه مثالونه یې د هندی سریالونه او د مبتذل سیاسی شیعه مذهب هغه په درواغو او تُقْیَهْ* ولاړ او جوړ سریالونه چې زیاتره د محرم الحرام په میاشت د طلوع، تمدن، اهل بیت، اریانا، نورین او داسې نورو مجوسی-پارس (ایران) او هندوپاله ټلویزیونونو کې لیدلو ته وړاندې کېږی. ګران لوستوال به په ښه توګه خبر وی، او ارو مرو به ډېری لوستوال د یوې نیمې هندی ډرامې (تولسی، ساس بهی کبهی بهو تی، بهو، او داسې نورو) لیدونکې وی، چې هغه بنسټیز ټکې به یې په همدې ټکی را څرخی چې څنګه د یوه ورور ښځه له بل ورور سره تار وځغلوی، د یوې کورنۍ ښځه له بلې کورنۍ سره، یا په بهر کې له کوم بل مین سره د جنسی اړیکو څړولو لپاره کونډه واچوی، چې زموږ د لوی افغانستان د [وزارت اطلاعات و فرهنګ]  په سیند (قاموس) کې ورته (زنکه بازی) وایی.

زما په آند چې د ټولیزې رسنۍ د هرې ټولنې د مخ هېنداره وی. په هره ټولنه کې چې یو څه بنسټیز او ټولیز رول ولری، که هغه ښه وی او که بد، نو په ټولیزو رسنیو کې یې په ښه توګه ښکارندویی کېږی. د څاری به توګه که څوک په افغانستان کې کوم فېلم-ډرامه یا کومه نیمه لیکنه یا کتابګې ولیکی، نو ښکاره خبره ده چې د باروتو بوی به ترې ارو مرو راځی. د قلم-کتاب، ابادۍ، رغاونې او بیاجوړنې پر ځای به توپ، ټانک، ډرون، کروز، ډیزی کټر، ځانمرګې، سړک غاړې بم، موټربم، سایکل بم، موټرسېکل بم چاودنې په څېر شیان په کې له ورایه ځان ښایی. که د هند-پاکستان کوم فېلم یا ډرامه ګورو، نو ارو مرو به د طلاق، له کوره د لور-خور تښتېدل په کې منځی رول وی، د ښځې به له خپل لېور سره ناروا اړیکې وی، له ګاونډی سره به یې د معاشغی ګرم تارونه ځغلولی وی، پارسیانو (ایرانیانو)، تاجکانو (زما موخه تاجیکستان دی) ته که پام وکړو، نو د پورته سکالو سره سره به د قلمی ښاپېرۍ ډوله نجونو سوزوونکې نڅاګانې، د مُتْعه په نامه د پیسو په بدل کې د پینځو دقیقو نیولې، تر میاشتو او کلونو د لنډمهال تش په نامه نکاح تړل مهم او منځی رول اوسی. بچه بازی، دختر بازی، زنکه بازی، همجنس-بازی، شاهدبازی هغه مهم فکټورونه دی چې ددې هېوادو کولتوری او ټولنیز اخلاق په ښه توګه را په ګوته کوی.

اوس به راشو د لیکنې سرلیک ته، د وزیر اطلاعات و فرهنګ و جوانان و توریزم افغانستان در خدمت آقایان خود فرهنګ خر آسان و بزغاله جان، آقای سید مخدوم ... رهین یو بل پارسی-ایرانی خدمت ته چې د هغوی په چوپړ کې افغانانو ته وړاندې کوی، هغه انقلابی خدمت یې د زنکه بازۍ پارسی (ایرانی) فرهنګ خپرول په افغان اصیل کولتور کې دی.

نن شپه (درې-نۍ کابل) مې د افغانستان له تش په نامه ملی (چې په اصل کې د سرې مولۍ په کچه هم ملی نه دی) څخه د یوې داسې ډرامې ډوله شراری وروستۍ شېبه ولیده چې ددې مبتذله ډرامې پای (آلی مه می بینم که ای سکندر چطور زنکه بازی میکنه) باندې پای ته ورسېده... دا چې د وزیر اطلاعات و فرهنګ ایران-زمین آقای سید مخدوم رهین په دې کولتوری ډرامه کې به منځی رول څومره زنکه بازی کړې وی، او لا به څومره نوره زنکه بازیانې کوی، دا به راتلونکی ته پرېږدو، مګر له ما سره دا پوښتنه راولاړه شوه چې ایا زموږ په ټولنه کې زنکه بازی دې برید ته رسېدلې چې د سلنې ګراف یې مخ-پورته روان وی، او زموږ په کار پوه او افغان کولتور ته ګروهمن وزیر آقای سید مخدوم رهین دا ستونزه درک کړه او و یې غوښتل چې د یوې ډرامې له مخې یې نورو نړیوالو ته وړاندې کړی، دا د لودیځې سوټکراسۍ او زما (ریخن) د هغو نه ستړی کېدونکو هلو ځلو پایله ده چې نن سبا د افغان کولتور ټولنیزه ستونزه (دده په آند زنکه بازی) د یوې ډرامه یی سناریو په توګه د تاریخ پاڼو کې ثبت کړی.

 

د یو رښتینی افغان په توګه، په لنډو ټکو کې دې ایرانپاله زیارتپال رهین ته روښانوم چې دا ستا او ستا د اسلافو زنکه بازی نه د افغان کولتور کومه داسې د یادونې برخه ده چې موږ یې ویروس دومره خطرناک وګڼو چې په ډرامو کې دې ثبت او نړیوالو ته وښایی چې افغانان!!؟ په دومره کچه زنکه بازان لری چې خبره یې اوس سینما او تیاټر ته راووته، او نه هم دا کوم کولتوری او ټولنیز اخلاقی خدمت دی چې ستا په څېر خبیثه اروا لرونکی یې د یو څو ایرانی ریالونو او تومنو یا هم په ایرانی یورو ځیرې ترلاسه کولو یې افغان بډای او غښتلی کولتور ته ترسره کړی. 

 نو په ډېر افغانی غرور درڅخه غوښتنه کوم چې د شاتو موچۍ مه چېړه، که نه نو بیا دې په داسې داسې ځایونو وچیچی چې بیا به یې ګزک له شرمه ډاکټرانو ته هم نه شی ښودلې.

تل دې وی اسلام

تل افغانستان

ژوندې او بډای دې وی رښتینې افغان کولتور

پاک دې وی افغان کولتور له هر ډول ...بازۍ څخه

 

تُقیه: د شیعه ګانو د مذهب له هغو بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږی چې درواغ ویل د ایمان او شیعه ګروهې یو نه بېلېدونکې اصل او بنسټ ګڼی، د مثال په توګه موږ سنیان خپل مسلمان وروڼه ګڼی، مګر په زړونو کې بیا دا مینه د هغه اور د لمبو په څېر وی، چې د یوه تناره له منځه راوځی.